افغانستان

د شیرخان بندر ۱۲ کارکونکي تښتول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مه لېندۍ ۱۳۹۳ل): د شیرخان بندر ۱۲ تنه کارکونکي نن ماښام د نامعلومو وسلوالو له لوري د نامعلومي لوري په خوا تښتول شوي، او تر اوسه یې درک نشته.

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند نن رسنیو ته ویلي چې ددغه بندر کارکونکي نن ماښام د خپل کار د ځای څخه د کندز د ښار په لور روان په یوه مني بس کې روان وه، چې پر لاري باندي د طالبانو له خوا ونیول شول، او د نوموړي په وینا د «ارچي» ولسوالۍ په لوري بیول شوي.

که څه هم نوموړي ویل ي چې د تښتول شویو کارکونکو شمېر ۱۲ تنه دی، خو ځیني سرچیني وايي چې د هغوی شمېر تر شلو کسانو رسیږي.

باید وویل شي چې د پيښي مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x