د نن سرلیکنه

له ټاکنو وروسته، «نامشروع» حکومت؟! / سرلیکنه

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي ډېره سپينه وویل چې د «ملي یووالي» حکومت د سرپرستو وزیرانو دوې میاشتې پوره شوي دي او له اساسي قانون سره سم سر له سبا (لیندۍ شپږمې) وروسته «نامشروع» کېږي. د ولسي جرګې رييس داسې مهال دا خبره کوي چې د لوړې پر ورځ د ولسمشر له ژمنې چې کابینه به ۴۵ورځو کې جوړوي، پنځلس ورځې نورې هم ورباندې شوې؛ خو لا هم د کابینې پر څوکیو «سرپرستان» ناست دي. سربېره پر دې، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون مشر، عبدالستار سعادت هم څه کم دوې اوونۍ وړاندې د «ملي یووالي» ګډ حکومت «نامشروع» وباله.

د ولسي جرګې د رييس له خبرې سره سم، د ولسمشر غني لومړي مرستیال په خپلې ساده ژبې سره بي بي سي ته ډېر واضح وویل چې دوی د اجراییه رييس په خوښه د واک پنځوس-پنځوس وېش ته تیار نه دي. د دواړو ټیمونو ځینو غړیو دا هم په ډاګه کړې ده چې اختلافونه تر اوسه هم پر خپل ځای پاتې دي.

افغانستان اوس داسې یوه سیاسي بن بست سره مخ دی چې د ټاکنو لانجې شاید ترې نسبتاً ښې وي. اوسنی ګډ افغان حکومت اوس یو «دوه سری» ښکر په ښکر حکومت دی لکه ځینو غربي رسنیو هم چې ورته اشاره کړې ده. دا یو داسې دوه سری حکومت دی، چې دواړه سرونه یو بل خپل تر ټولو سخت حریف او د واک روږدی ګڼي. اوس د ښاغلي کرزي تر دورې ځکه رقابتونه ډېر دي چې د اپوزیسیون په نامه څوکۍ لا هم تشه ده. د ټولو سیاسي اړخونو تمه د ښاغلي غني کابینې ته ده چې که کوم وزارت ورورسېږي خو ښه، کنه نو بیا به د مخالفت سرینده غږوي. بیا به بیا د اپوزیسیون کیسې وې او مخالفتونه او نقدونه به زور واخلي. اوسنی مبهم او مجهول حالت به د کابینې تر مهاله ځکه یو څه ښه وي چې هغه مهال به بیا د اپوزیسیونوالو ډلګۍ هم سیاسي حشر ته مخه کړي.

د کابل ښار له سوداګرو نیولې، بیا تر هغو پورې چې دولتي ادارو کې يې کارونه بند دي، ټول له دولته زړه تورن دي. د ټولو له ټاکنو او بیا په تېره د «ملي یووالي» په نامه له ګډ حکومته زړونه خولې ته راغلي. حتا د ارګ دننه د دوه سري حکومت یوې څانګې ته وفادار د بل حکم نه مني او همداسې د بل بیا د مقابل لوري حکمونه ردوي.

ولس چې دا هر څه د زړه په سترګو ویني، د پردیو لاسوهنې، مرموزې ډله ییزې وژنې، د امریکایانو له خوا د جګړې د دوام بد خبر او داسې نور نو د بې وسیو او نهیلیو یوازېتوب ته مخه کړي. هغه حکومت چې د راتلو لپاره یې ولس ډېر مالي او ځاني زیانونه وګالل، حریفو ټیمونو ولس د ځان په ګټه وکاراوه، د «نارنجو» ټکرونو ګواښونه وشول، د دوی پر وینو پښې کېښودې تر څو د ارګ او صدارت ښکلو ماڼیو ته ورسېږي!

پر دې هر څه برسېره، حکومت د مشروعیت له کړکېچ سره مخ کېږي. د حریفو ټیمونو رقابتونو او پر واک سیالي د دې لامل شي چې د ولس له کوچني نیولې تر لویو کارونو په ټپه ولاړ څو «مسلکي» کابینه جوړه شي، څو بیا «سهامي شرکت» جوړ نه شي!

خو اوس «سهامي شرکت» له خیاله حقیقت ته ډېر ورلنډ شوی، د حکومت مشروعیت سر له ننه تر سوال لاندې دی، د حریفو ټیمونو ټکرونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، بهرنیان د جګړې او وژنو ډول غږوي… دا هر څه له یوې ډېرې وېروونکې او وژونکې راتلونکې پرده پورته کوي، داسې راتلونکې چې بیا به ولس د څو سیاسي حریفانو پر غوړو وعدو ونه غولېږي.

کله چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون او ولسي جرګې رييسان ګډ حکومت نامشروع بولي؛ نو مشروعیت به له کومه شي؟!

ولس له ځپونکو ټاکنو وروسته هم د «نامشروع» حکومت خیر ته ناست دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x