لغمان: د بهرنیانو او کورنیو ځواکونو پر یوه ګډه قرار ګاه باندي فدایی برید سوی

us_army_baseنن ټکی آسیا: نن د سهار د لغمان ولایت اړوند د (ګمبیری) په دښته کې د افغاني او بهرني ځواکونو په یوه ګډه قرار ګاه باندي فدايي برید سوی، چې له امله یې ګن شمېر بهرني او افغاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پيښي وروسته په پراخه کچه د ملي اردو امبولانسونه لیدل سوي چې د قرار ګاه خواته یې مخه کړې وه.

په کابل کې د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي ویلي دی چې تر اوسه د مړګ ژوبلي پوره معلومات نه دي تر لاسه سوي، مګر هغه وویل، یو کس چې د اردو یو نیفورم یې اغوستی وو، د قرار ګاه په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړه.

د ایساف مطبوعاتي دفتر هم دغه برید منلی، مګر د مړو او ټپيانو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ویلي چې ددوی یو تن مجاهد د عبد الغني په نامه چې د دایکندي ولایت د اجرستان اوسېدونکی وو، د یوه میاشت راهیسي یې په ملي اردو کې دنده تر سره کوله، او نن سهار یې په اوه نیمو بجو په شا او خوا کې د بهرنیانو او کورنیو ځواکونو پر یوه غونډه برید وکړ.

نومړي وویل چې په پيښه کې 12 بهرني او 14 تن افغاني افسران او عسکر مړه او زیات شمېر یې نور ټپيان شوي دي..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د