نړۍ

د ناټو جنرال: روسيه غواړي پر تورې بحیرې خپل کنټرول ټینګ کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مه لېندۍ ۱۳۹۳ل): د ناټو جګ پوړي جنرال فیلیب بریدلو (Gen Philip Breedlove) ویلي چې د روسیې له خوا په کریمیا کې پوځي پراختیا او پوځي حرکت کیدای شي د دې لپاره وي تر څو روسیه پر ټولې تورې بحیرې خپل کنټرول ټینګ کړي.

نوموړی چې دا مهال په کیف کې د اوکراین د سیاسي او پوځي چارواکو سره د ملاقات لپاره حاضر دی ویلي: «د روسیې له خوا په کریمیا کې جوړ شوي پوځي مرکزونه به پر ټولې تورې بحیرې تاثیر ولري.»

او زیاته کړې یې ده چې د روسیې زیات شمېر پوځیان دننه په اوکراین کې هم د بیلتون غوښتونکو جنګیالیو سره مرسته کوي او هغوی ته مشورې او پوځي روزنه ورکوي.

کریمیا د روان کال ۲۰۱۴ په مارچ میاشت کې له ټول پوښتنې وروسته له روسیې سره د یو ځای کیدو پریکړه وکړه او له هغه وروسته روسیه په دغه سیمه کې خپل پوځي قوت زیاتوي.

روسي خبري رسنیو ویلي چې دغه هیواد به د کریمیا په سیمه کې ډیر ژر ۳۰ جیټ الوتکي ځای پر ځای کړی، چې د هغو څخه ۱۴ الوتکي تر اوسه ځای پر ځای شوی او د نورو لپاره کار روان دی، چې ډیر ژر به یی کار بشپړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x