عاجل خبر : دکندهار امنیه قومندان په فدایي برید کې ووژل شو

khan_mohammad_kandahar له کندهاره په تازه ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي نن ماسپښین مهال دکندهار ولایت دامنیه قومنداني په ودانۍ کې ددې ولایت په امنیه قومندان خان محمد مجاهد فدايي برید ترسره شو چې له امله نوموړي ځاي پر ځاي ووژل شول، خبر زیاتوي په برید کې دنوموړي څو تنه ساتونکي پولیس هم وژل شوي. طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي ټلیفوني پیغام کې دبرید پړه پر غاړه اخیستي

،زیاتوي چې حمله ددوي یو تن مجاهد ترسره کړې چې پلې دامنیه قومنداني ته دپولیسو په یونیفورم کې ننوتلي وو. پر خان محمد مجاهد تردې وړاندي هم حمله شوې ووه چې هغه مهال روغ ترې ووت .

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د