نړۍ

د امريکا فرګوسن ښار کې د «FBI» دوه غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): له تېرو څو ورځو راهيسې د امريکا ميسوري ايالت فرګوسن ښار کې د مظاهرو او لارويونونو له امله شخړې او تاوتريخوالی دوام لري.

د فرګوسن ښار امنيتي چارواکي وايي، چې د امريکا د مرکزي استخباراتو «FBI» دوه غړي په خپلو کورونو کې وژل شوي دي او تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې دغه دوه تنه مظاهره چيانو او که بل چا وژلي دي.

چارواکي وايي، چې په دې اړه يې څېړنې روانې کړي دي.

فرګوسن ښار کې هغه مهال مظاهرې او تاوتريخوالی پيل شو، چې د فرګوسن محکمې د يو اتلس کلن تور پوستي مايک براون سپين پوستی پوليس قاتل ته براءت ورکړ.

د فرګوسن خلکو د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې مظاهرې او لاريونونه پيل کړل او دغه مظاهرې په تاوتريخوالي واوښتې.

مظاهره چيانو د خپلو مظاهرو په ترڅ کې د فرګوسن ښار يو شمېر مارکيټونو او د پوليسو موټرو ته اور ورته کړ او دغه مظاهرې اوس هم روانې دي.

د فرګوسن ښار د بشري حقونو يو فعال وايي، چې پوليسو تېره شپه يو ۲۸ کلن تورپوستی په ډزو ويشتی او ځای پر ځای يې وژلی دی.

د پېښو څارونکي اټکل کوي، چې که امريکايي چارواکي له خپلې هوښيارتيا کار وانخلي او دغو مظاهره‌چيانو او د مايک براون کورنۍ ته ډاډ ورنکړي، نو د مظاهرو لړۍ به د امريکا نورو ښارونو ته هم وغځيږي، چې بيا به يې کابو کول ناشوني وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x