افغانستان

د ګډ حکومت دواړو ټيمونو تر منځ اوولس وزارتونه سره وويشل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): باوري سرچينې وايي، چې د ګډ حکومت د دواړو شريکو ټيمونو تر منځ د واک د ويش په لړ کې اوولس وزارتونه سره تقسيم شول، چې له مخې يې نهه وزارتونه د اشرف غني او اته يې د عبدالله ټيم اخيستي.

سرچينه زیاتوي، چې د مهمو وزارتونو څخه د کورنيو او ماليې وزارت د اشرف غني ټيم اخيسيتي، دفاع او د بهرنيو چارو وزارت د عبدالله ټيم اخيستي دي.

ويل کيږي، چې صلاح‌الدين رباني د بهرنيو چارو او عتيق‌الله بريالی د دفاع وزير په توګه ټاکل شوي دي.

د اشرف غني د ټيم په اړه ويل، چې جيلاني پوپل يې د ماليې وزير او حميدالله فاروق د اقتصاد وزير ټاکلی دی.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ولسي جرګې ريس عبدالرؤوف ابراهيمي په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د اساسي قانون له مخې حکومت دوه مياشتې وخت لري، چې خپله کابينه ولسي جرګې ته معرفي کړي، مګر د ملي وحدت دوه مياشتې په تېرېدو دي او د کابينې د جوړولو څرک نه لږيږي او له همدې امله د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ايتلافي حکومت خپل مشروعيت له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x