fbpx

سي آي اې نه غواړي چې په پاکستان کې ډرون بریدونه بس کړي

ciaنن ټکی آسیا: د امریکا څخه یو جګ پوړي چارواکي رسینو ته په دې شرط ویلي چې نوم به یې نه څرګنديږي، چې امریکا او استخباراتي شبکه سی آی ای نه غواړي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل ډرون بریدونه بس کړي.

نومړي وویل چې که پاکستان غواړي او که ونه غواړي مونږ به دغه بریدونه جاري وساتو..

د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر احمد شجاع پاشا امریکې ته سی آی ای د مشر سره د کتلو لپاره په 3 ورځنۍ سفر تللی وو، چې بیا فقط د یوه ملاقات وروسته بیرته هیواد ته را ستون سوی وو، د سرچینې له مخي ویل شوي چې د سی آی اې مشر په هغه ملاقات کې هم پر احمد شجاع پاشا باندي دا خبره واضحه کړه چې امریکا به دا بریدونه نه ودروي… ځکه چې د امریکایانو د ژوند ساتني لپاره دا کار ضروري دي.

د امریکا په ډرون بریدونو کې اکثره وخت د سیمي عام وګړي وژل کیږي، او کله کله وسله وال هم په نښه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د