fbpx

په قرآن کې ارواپوهنه ـ اوولسمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک

• د پوستوکي حواس:

نويو فزيولوژيکي څېړنو ښوولې ده، چې د انسان په پوستوکي کې ډېر سلولونه پر بېلابېلو بڼو شته، چې هره ډله يې د حواسو ځانګړي ډولونه لري. مثلاً: ځينې يې تودوخه او ځينې يخني حس کوي، ځينې يې د شيانو د لمس او په پوستوکې د فشار دنده پرغاړه لري او ځينې يې بيا درد حس کوي.  قرآن کريم د پوستوکي دغوحسونو ته داسې اشاره کوي:

ژباړه:بې شکه هغه کسان چې زموږ پر آياتونو کافران شوي دي ، ژربه يې په اور ننباسو، کله چې يې پوستوکي پاخه شي، نورپوستوکي ور بدلوو چې (تل) عذاب و څکي. بې شکه الله جل جلاله ښه غالب قوي د لوى حکمت څښتن دى.(النسآء، ٥٦آية)

قرآن د لامسې حس ته چې د انسان له پاره د شيانو د پېژندنې کار ورکوي هم اشاره کړې ده:

ژباړه: او که مو پرتاباندې کاغذي کتاب نازل کړى واى نو دوى په خپلو لاسونو لمس کړى واى، خامخا به يې ويلي وو هغو کافرانو چې دا خو له ښکاره کوډو پرته بل څه نه دي.(الانعام، ٧آية)

ب: له حواسو پورته حسي ادراک:

د غير معمول حسي ادراک يو ډول چې ارواپوهان يې له حواسو پورته حسي ادراک (ادراک فوق حسى) بولي هم شته، لکه: کشف او شهود ، چې پر مټ يې هغه پېښې يا شيان ليدل کېداى شي، چې د ليدلو د حس له وسه وتي وي، ياهم په يوبل لري ځاى کې د يوچا د شتون درک او ياهم د داسې غږونو اورېدل چې د اورېدلو د حس له ساحې دباندې وي. دغه ډول (ترحواسو پورته حسي درک) هر څوک نه لري، يواځې هغه کسان يې لري چې ځينې مهمې ځانګړنې لري، لکه: اروايي شفافيت او پاکوالى. همدغه شفافيت او پاکوالى د خارق العاده ادراک له توان سره تړل کېږي او پر مټ يې انسان له مکانه وځي او داسې شيان ياپېښې ويني چې د ځينو موانعو په خاطر يې مخکې نه شواى ليدلاى.

په قرآن شريف کې د يعقوب عليه السلام پېښه د دې حسي ادراک د نمونې په توګه وړاندې شوې، له يعقوب عليه السلام نه څوميله لرې، له يوه کاروانه د يوسف عليه السلام کميس لويدلى وو، د همدې (لرې لويدلي) کميس پر مټ يې د يوسف عليه السلام بوى حس کړ:

ژباړه: اوکله چې بيا کاروان جلاشو (له مصره) د دوى پلار ورته وويل: که مې (د سپين ږيريتوب په خاطر) کم عقل نه بولئ، زه خامخا د يوسف بوى حس کوم.(يوسف، ٩٤آية)

له دومره لرې نه د بوى حس کول، بې له شکه چې د حسي درک له چوکاټه دباندې خبره ده. په قرآن کريم کې د حضرت عيسى عليه السلام يو معجزه هم له دې ډول نه ياده شوې ده، چې خلکو ته به يې په کورونوکې د خوراک نوم ورښوود اود ساتل شويو موادو معلومات به يې هم ورکول:

ژباړه:…اوتاسې زه پر هغه څه چې خورئ يې او پرهغه څه چې په خپلو کورون کې يې ساتئ خبروم…(آل عمران، ٤٩آية)
د حديثو په کتابونو، د صحابه کرامو او تصوف په تاريخ کې د (له حواسو دباندې درک) چې صوفيان يې (مکاشف) بولي يادونه شوې ده. په مسلم شريف کې حديث دى چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: رکوع او سجده سمه کوئ، په الله جل جلاله قسم چې د رکوع او سجدې په وخت کې زه تاسې له شا وينم.

بخارى شريف هم روايت کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: تاسې مې وينئ چې زه قبلې ته څنګه ولاړيم (تاسې هم همداسې ودرېږئ)، په الله جل جلاله قسم چې په لمانځه کې مو نه خشوع ، نه د زړه پام او نه رکوع له ما پټ پاته کېږي؛ ځکه چې زه مو له شا وينم.

له دې معلومېږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه څه اورېدل  چې صحابه کرامو نه اورېدل او دا ترې زده کولاى شو،  چې که انسان زړه پاک کړي او د دنياله غباره يې لرې وساتي امکان لري چې له حواسوپورته درک پيداکړي. حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي: په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما نفس يې په واک کې دى،که چېرته (لکه اوس) چې له ماسره ياست همداسې په ذکر او ياد ژوندتېرکړئ، پريښتې به مو ديدن ته راشي؛ مګر اى حنظله! انسان ګړۍ پر ګړۍ بدلېږي.

ج: په حسي ادراک کې د انګېزو ارزښت او اغېز:

دغې خبرې ته هم قرآن اشاره کړې ده او هم تجربو ثابته کړې، چې فردي ارزښتونه او انګېزې د انسان پر خبراوي او ادراک اغېزه کوي.  قرآن د مؤمنانو د غوږ نيولو او قرآني اخذ او همدارنګه د کفارو د بې خبرۍ په اړه فرمايي:

ژباړه: په ريښتياخامخا موږد دوزخ لپاره ډېر له انسانانواو پيريانو پيداکړي دي، دوى داسې زړونه لري چې هيڅ توپير پرې نه کوي(د حق او باطل) او دوى داسې سترګې لري چې نه پرې ګوري او داسې غوږونه يې دي چې نه پرې اوري، همدغه خلک لکه څاروي بلکې ترهغوى هم وړاندې همدغه دوى بې لارې دي.(الاعراف،١٧٩آية)

همدارنګه کله انګېزې پر ادراک دومره اغېزه کوي چې د يو شي حقيقت ترې پټ کړي، ښه شى بد او بد شى ښه وبولي. قرآن د انګېزو پر مټ په ادراک کې رامنځ ته کېدونکي انحراف ته داسې اشاره کوي:

ژباړه: آيا نو هغه کسان چې خپل بد عمل ورته ښه ښکارېږي، نو دى يې ښايسته ويني….(فاطر، ٨آية)

د (روان کاى) څېړنو ښوولې ده چې انسان د هغه ادراک په نيستۍ خوشاله دى چې پرې خپه کېږي اويا يې د غوښتنو خلاف وي.

پاتې شته…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د