شعـــــرونه

د هدايت لمر !

شاعر: نظام کندهاری

ډېوه يې د انوارو دا عالم په تا زيبا شو

يې لمر د هدايت عرب عجم په تا زيبا شو

نړۍ وه په بد حال هر خوا ظلمونه نفرتونه

خوره وه پر جهان توره تياره هر ځای قتلونه

بر حق دي رسالت چي دي کړل ختم تورتمونه

جلوه دي د رخسار راغله حرم په تا زيبا شو

ستا حسن ته سپوږمۍ شول له ادبه پر ملا ماته

خوبان د درست جهان شوله عاجزه ستا ښکلا ته

د جهل تيارې ختمي شوې چي راغلې و دنيا ته

حطيم صفا مروا ښکلی زمزم په زيبا شو

قربان دي تر روضه شم رحمةً لِّلعالمينه

لوګی وای سپېلنی وای نذرانه وای ستا په مينه

ستا عشق فوز د دارينو دی ستا مينه ده حسينه

هم پاڼي د سرو ګلو هم شبنم په تا زيبا شو

غمخور يې د امت د ثقلينو نازولی

پاک رب يې خپل حضور ته په اِعزاز سره بللی

په شپه يې د معراج وو جبرائيل را استولی

ها ستا د ديدن تږی بوراق هم په تا زيبا شو

اې ربه په خپل ژوند مي د جانان زيارت نصيب کړې

رنځور يمه د ميني مهربان راته طبیب کړې

قيامت کي مي په برخه شفاعت د خپل حبیب کړې

بيتونه د نظام او هم قلم په تا زيبا شو

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close