
کابل: نهمه حوزه کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د کابل ښار اړوند په نهمه حوزه کې د زورورې چاودنې غږ واورېدل شو.
د کابل امنیتي مسوولینو د چاودنې د نوعیت او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. خو لومړني معلومات ښيي چي چاودنه د بهرنیانو د موټرو په کاروان باندي شوې، چې زیات ګمان کیږي د برتانوي سفارت موټر به وه.
په یاده سیمه کې تېره ورځ هم د ناټو د دوو عسکرو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
تر دې وړاندې د بهرنیانو په یوه مېلمستون هم په دې سیمه کې سرتيري بریدونه شول، چې د ګډ حکومت لومړي مرستیال د نفوذي اشخاصو هڅې وبللې.
بشپړ جزییات وروسته.
لومړی انځور: