fbpx

د نشه یی توکو په قاچاق د پولیسو یو تن قوماندان او دوه پولیس ونیول شول

afghan_police_and_poppy_fieldsنن ټکی آسیا: پرون د پنجشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کي د نشه یې توکو په قاچاق یو تن قوماندان او دوه تنه پولیس ونیول سول.

یو لوړ رتبه امنیتي مقام د نیمروز ولایت څخه ویلي چې تېر ماښام د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د یوې کوچنۍ نښتي په ترڅ کې د یو تن قوماندان او دوه تنه پولیس د 300 کیلو ګرامه نشه یی توکو سره د قاچاق په تور ونیول.

هغه زایاته کړه چې د نیول شوي قوماندان څخه یې 2 عرادې کرولا موټر، یو سټلایټ تلیفون، او یو میل کلاشنکوف هم تر لاسه کړی دی.

د یادوني وړ ده چې په تیرو دوو میاشتو کې دا پنځم ځل دی چې د دغه سیمي څخه د نشه یی توکو د قاچاق په تور د امنیتي مسولینو د نیول کېدو راپورونه ورکول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د