په کابل کې د وژل شوي عسکر تابوت امریکا ته ورسید – انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): د رواني میلادي میاشتي په ۲۴ نیټه د کابل په نهمه حوزه کې د امریکايي عسکرو موټریز کاروان باندي د سړک د غاړي ماین وچاودېد، چې له کبله یې د امنیتي مسؤولینو او ایساف چارواکو په وینا ۲ امریکايي عسکر ووژل شول، او یو شمېر نور ټپيان شول.

دغه پيښه چې د مطبوعاتو څخه په بشپړه توګه پټه وساتل شول، او ژورنالیستان د پيښي ځان ته ور پرې نه ښودل شول، داسي ښکاري چې تلفات به یې زیات لرل.

تیره ورځ ناوخته امریکا ته د هغه عسکر جنازه ورسیدل چې په یادي چاودني کې ټپي شوی وو، خو یوه ورځ وروسته ۲۰۱۴-۱۱-۲۴ باندي د خپلو ټپونو له کبله ومړ.

دغه عسکر چې جوزیف ډبلیو ریلې (Spc. Joseph W. Riley) نومیږي، ۲۷ کاله عمر یې درلود، او د امریکا د اوهایو ایالت د ګروف (Grove City, Ohio) ښار اوسیدونکی وو.

د نوموړي د جنازې یو څو انځورونه لاندي دی:

Spc.JosephW. Riley (2) Spc.JosephW. Riley (3) Spc.JosephW. Riley (4) Spc.JosephW. Riley (5) Spc.JosephW. Riley (6) Spc.JosephW. Riley (7)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
gul
میلمه
gul

مالیم صاب نه خکاری په کومه ورخ چی د خوشالی خبر وی دی ورک وي،چی په کلي کي خیرات وي د خورا سړي په ګیډه درد وي