نن ټکی آسیا: نن د کویټي ښار پر سریاب روډ باندي د بي بي انا زیارت ته نیژدې مولانا عبد الکبیر قادري قمبراني د خپل یوه تن شاګرد سره ووژل شو، د مولانا یو زوی او بل شاګرد په پيښه کې ټپيان شول.
د پولیسو په وینا برید کوونکي پر موټر سایکل سپاره وه، او د ډزو وروسته په تیښته بریالي شول.
د نومړي په اړه ویل سوي چې د سني تحریک (بریلوی) تنظیم سره یې تعلق درلود، او دکلي قمبراني اوسیدونکی وو.
عبد الرحمن