نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): د باوري سرچینو له قوله د ګډ حکومت د دوو ټیمونو ترمنځ د کلیدي وزارتونو پر وېش هوکړه شوې ده.
د عبدالله ټیم ته یوې نژدې سرچینې ننټکياسیا ته ویلي چې په دې وېش کې عبدالله عبدالله ته د بهرنیو چارو وزارت رسېدلی چې د سولې عالي شورا رييس، صلاحالدین رباني ته یې په پام کې نیولی.
عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمعیت اسلامي ګوند رسمي نوماند و. صلاحالدین رباني د جمعیت ګوند رييس دی.
دا سرچینه دا هم وايي چې دوې ورځې مخکې صلاحالدین رباني په دې اړه د اشرف غني د ټیم له غړي، احمدضیا مسعود سره هم کتلي دي. د واک د وېش په دې پړاو کې د مسعود او رباني کتنې شکونه راپارولي دي.
صلاالدین رباني درې کاله وړاندې د برهانالدین رباني له مرګ وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولې شورا رييس وټاکل شو. په ورته وخت کې، په لومړیو کې د جمعیت ګوند لنډمهاله مشر وټاکل شو چې وروسته یې مشري تلپاتې شوه.
د یادولو وړ ده چې د صلاحالدین رباني له مشرۍ سره د جمعیت ګوند ځینې غړي موافق نه و او د «جمعت فکر و فرهنګ» په نوم یې له جمعیت اسلامي ګوند څخه یوه څانګه بېله کړې چې تر ډېره فرهنګي بڼه لري. د دې څانګې یوه مخکښ، حفیظ منصور ویلي و چې «جمعیت کې اوس د رهبر په نامه څوک نه شته».
صلاحالدین رباني تېره اوونۍ د سولې عالي شورا له ریاسته استعفا ورکړه؛ خو ولسمشر غني يې استعفا رد کړه او رباني يې «ملي شخصیت» وباله. سرچینه زیاتوي چې د ښاغلي رباني استعفا هم د بهرنیو چارو وزارت ته تیاري لهپاره وه.
باوري سرچینه وايي چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت لهپاره د رباني له ګومارنې سره ځکه مخالف و چې تره یې (ډاکټر قیوم کوچي) غوښتل په نوي ګډ حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر شي. ښاغلی قیوم کوچی پخوانی دیپلومات او روڼ اندی دی.
هر څنګه چی کوی حو مو غم حتمول عواړو نه غم زیاتيدل بايد زر تر زره دی د جګړو محه ونيسی او همدا شان سیاسی جګړی د ی نور حتمی شی