fbpx

کاپيسا: پولیسو دوه ملکي کسان په ډزو ووژل

afghan_police_firing_on_demostrationد کاپيسا ولایت دد کوهستان ولسوالۍ په مراد خواجه سیمه کې پولیسو دوه کسه عام وګړي په ډزو ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د تفصیلاتو سره سم پرون له غرمې وروسته په یاده سیمه کې یو ساختماني شرکت د سړک جوړولو لپاره د سړک د غاړي وني ایستلي وې، چې بیا وروسته د سیمي خلګ پر راټول سول، او هغه درختي چې د سړک پر غاړه پرتې وي، کورونو ته وړل شروع کړه،

کله چې د پولیسو په منع کولو هم خلکو ددغه کار څخه لاس وانه خیست، پولیسو پر خلکو ډزي وکړې او د سیمي دوه عام وګړي یې ځای پر ځای ووژل او یو کس یې بل ټپي کړ.

د یادوني وړ ده چې په افغانستان کې د پولیسو او عامو وګړو تر منځ شخړې هر کله د پولیسو له خوا په مخامخ ډزو سره پای ته رسیږی، چې نيژدې یو بل مثال یې د کندهار مظاهرې دي.. کله چې پولیسو پر ولسي لاریون باندي مخامخ ډزي وکړي او تر سلو زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د