
افغانستان
د شیرخان بندر ۱۵ تنه کارکونکي د موټر چلونکي په مرسته تښتول شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): تیره ورځ ناوخته د کندز ولایت د شیرخان بندر څخه ۱۵ تنه کارکونکي لادرکه شول، چې وروسته چارواکو وویل چې د طالبانو له خوا تښتول شوي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کندز د امنیه قومندانۍ او د ولایت مقام څخه چارواکو رسنیو ته ویلي چې د شیرخان بندر د ګمرک ۱۵ تنه کارکونکي تیره ورځ د خپل کار د ځای څخه د کندز د مرکز په لور په مني بس موټر کې پر لار روان وه، او په لاره کې د طالبانو له خوا درول شوي، او د دشتي ارچي په لور یې موټر بیول شوی.
د کندز د ولایت ویاند سید عبد الواسع باسیل غربي رسنیو ته ویلي چې دوی په موټر چلونکي شکمن دي چې کیدای شي د طالبانو سره یې لاس لرلی وي، او د هغوی سره ددغو کسانو په تښتولو کې مرسته کړي وي.