په لوبه کې ټپي شوی استرالیايي کرکټر «فلپ هیوجز» ومړ

نن‌ ټکی‌ اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): هغه استراليايي نړیوال لوبغاړی چې دوه ورځي وړاندي د کورنیو لوبو په جریان کې په باونسر بال په غاړه لګېدلی وو، نن د ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه لوبغاړی چې فلپ هیوجز «Phillip Hughes» نومیده، یوازي ۲۵ کاله عمر یې درلود، او د کرکټ څارونکو په وینا یو ډیر با استعداده لوبغاړی وو، چاچې په خپل لومړني نړیواله لوبه کې سلیزه وهلې وه.

د تیري سې شنبې په ورځ د استرالیا کورنۍ لوبو کې د ساوت والز او ساوت استرالیا لوبډلو تر منځ لوبه وه چې دغه لوبه کې فلپ هیوجز له یو چټک توپ سره په سر لگیدو سره پر ځمکه پریوت.

د پيښي سمدستي وروسته  د امبولانس په مرسته د سډني ښار ونسینټ روغتون ته انتقال کړل شو. او د روغتون ویاند وویل چې د نوموړي روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

د روغتون ویاند هغه ووخت وویل چې د فلپ سر يي عملیات کړی خو سربیره پر دې بیا هم د نوموړي په روغتیايي حالت کې کوم بدلون نه دی راغلی او راتلونکی ۲۴ څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې ډیر مهم گڼل شوی وې.

د استرالیا د کرکیټ ټول پخواني او اوسني لوبغاړي د نړیوالو لوبغاړو تر څنګ د نوموړي پوښتني ته روغتون ته ورغلي وه، او د روغتون مخته د کرکیټ د خوښونکو او د نوموړي قریبانو دوستانو مجمع لګېدلی وه.

د نوموړي د مرګ په غمیزه کې د اسټرالیا د ټولو کرکیټ لوبغالو څخه د استرالیا بیرغ کښته شو، او د کرکټ اکثرو مشهورو لوبغاړو د فلپ په مرګ غمرازي پيغامونه خپاره کړه.

باید وویل شي چې نن د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ د ټیسټ لوبي دوهمه ورځ وه، خو داړو لوبډلو فیصله وکړه چې نن به لوبه نه کوي.
ویډیو:

په ټویټر کې د نوموړي په نامه د پيغامونه لړۍ پیل شوې، چې یوه برخه یی لاندي کتلای شئ:


د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د