کنړ: طالبانو څلویښت نیول شوي پولیس خوشي کړل

Afghan_policeنن ټکی اسیا: د کنړ ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې هغه څلویښت تنه پولیس ټول خوشي شول چې د طالبانو له خوا اتلس ورځي تر مخه نیول سوي وه.

د نورستان ولاي جمال الدین بدر په دې اړه وویل چې د نورستان ولایت هغه پولیس چې په کنړ کې د طالبانو له خوا نیول شوي وه، او اوس د وسله والو طالبانو سره د هغو څخه یو پولیس هم نه دی پاته..

نومړي زیاته کړه چې دا پولیس د کومي معاملې په نتیجه کې نه بلکه د چپې درې د ولسوالۍ د سپين ږیرو او قومي مشرانو په هلو ځلو او منځګړیتوب را خوشي شوي دي..

ددې تر مخه امنیتي چارواکو ادعا کول چې طالبان د نیول شوو پولیسو په بدل کې د خپل 12 تنو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي، او اوس والي وویل چې پولیس د کومي معاملې په بدل کې نه بلکي د سپين ږیرو په هلو ځلو خلاص شوي دي..

که څه هم د طالبانو ویاند یا بل کومي رسمي سرچیني څه نه دي ویلي، مګر د طالبانو یوه تن جګ پوړي سرچیني چې د نوم د خپرولو څخه یې ډډه کوله نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو دغه کسان د مشرانو په خاطر وروسته تر هغه خوشي کړه چې ټولو بندیانو خپل توبه اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې دوی به بیا د پولیسو په لیکو کې نه شاملیږي..

نومړي زیاته کړه چې طالبان د سیمي خلګ دي، خپل مشران پيژنې او احترام یې لري..  مګر مشران باید خپل کشران کنټرول کی، او اجازه ورنه کړي چې د پولیسو په لیکو کې شامل شی..

د یادوني وړ ده چې پرون په همدې ولایت کنړ کې یو تن قومي مشر ملک زرین خان په یوه چاودنه کې وژل شوی وو، او د طالبانو ویاند یې په اړه ویلي وو چې دوی ددې پيښي مسولیت پر غاړه نه اخلي ځکه چې دا کار د طالبانو له خوا نه دی شوی، د طالبانو له خوا یادي سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې د نن دغه پيښه چې طالبانو د قومي مشرانو لحاظ په کښي وکړی د طالبانو د پرون وینا تصدیقه وي..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د