نړۍ

پاکستان: «دېرش لکه افغانانو ته پاکستانۍ تذکرې ورکوو»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د مهاجرينو او سفيرانو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ ويلي، چې افغان حکومت له دېرش لکو زيات پاکستان ميشتي مهاجرين هېر کړي دي او افغان ولسمشر اشرف غني ته يې د پاکستان د رسمي سفر پر مهال ياده کړې وه، چې د افغان مهاجرينو د بېرته ستنېدو په اړه دې پرېکړه وکړي، مګر اشرف غني د افغان مهاجرينو ستنيدل د افغانستان پرمختګ او سوکالۍ سره تړلي بولي.

عبدالقادر بلوچ زياته کړه، چې افغان حکومت خپل پاکستان ميشتي مهاجرين هېر کړي او دوی اړ دي، چې دغو افغانانو ته پاکستانۍ تذکرې ورکړي.

متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ د پاکستان مشرانو جرګې «سنا» ته په خپلو خبرو کې دا څرګندونې وکړې.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال ويل، چې افغانستان کې هغه مهال بشپړ امنيت راتلی شي، چې د پاکستان او ايران په ګډون ټول افغان مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شي، مګر د پاکستان د سفيرانو او مهاجرينو د چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي، چې اشرف غني ته يې د افغان مهاجرينو د بېرته ستنېدو خبره ياده کړه، مګر نوموړي يې په ځواب کې وويل، چې افغانان به هغه مهال خپل هېواد ته ستانه شي، چې هېواد کې يې امنيت ټينګ او سوکالي راشي.

د پاکستان دې څرګندونو په اړه تر اوسه د ګډ حکومت چارواکو څه نه دي ويلي، مګر د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه يې را پارولي دي.

يو شمېر افغانانو د ټولنيزو شبکو له لارې پر اشرف غني نيوکې کړي، چې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال يې يوه وعده دا کړې وه، چې بهر ميشتي افغانان به خپل هېواد ته راستنوي، مګر اوس له خپلې وعدې په شا شو.

د سياسي او ستراتيژيکو چارو کارپوهان وايي، چې اشرف غني د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال داسې وعدې د خلکو د توجه د راجلبولو په موخه کولې او فکر يې دا و، چې واک ته له رسيدو سره سم به په دې اړه پرېکړه وکړي، مګر ځمکني حقايق هغه مهال ور معلوم شول، چې واک ته ورسيده.

دغه کارپوهان په دې اند دي، چې اشرف غني هره پرېکړه د کتاب له مخې کوي او حال دا چې زموږ هېواد کې کتابونه نه عملي کيږي، بلکې دا هېواد ځانګړې پوهې او ولسي ژورتيا ته اړتيا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x