کرکټ نړیوالې ادارې ټولو لوبډلو ته خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې د کرکټ نړیوالې ادارې د توپ اچونې طریقې په اړه جدې ګامونه اوچت کړی او ډیر توپ اچونکي يي له بندیزونو سره مخ کړ.

کرکت نړیوالې ادارې د توپ اچونې لپاره ځانګړۍ زاویه ټاکلې چې له ټاکل شوي زاويي څخه په زیاته درجه توپ اچونکي به خپل توپ اچونې طریقې بدلولو پورې له بندیز سره مخ شي. په دې وروستیو کې د پاکستان تکړه توپ اچونکی سعید اجمل او محمد حفیظ سربیره د ویسټ انډیز تر ټولو پیاوړی توپ اچونکی سنیل ناراین هم له بندیز سره مخ شو.

په همدې اساس د کرکټ نړیوالې ادارې د ټولو هیوادونو کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی چې خپل ملي لوبډلو کې دې یوازې هغه توپ اچونکي انتخاب کړي چې توپ اچونې طریقه يي د کرکټ نړیوال قوانینو مطابق وي.

کرکټ نړیوالې ادارې لوړ پوړۍ چارواکۍ رچرډسن وویل:« په دې وروستیو کې توپ اچونکو د کرکټ نړیوال قوانین تر پښو لاندې کول کوم چې مونږ په جدې ګامونو اوچتولو مجبور کړو.»

نوموړي زیاته کړه:« دا یوه ښه خبره ده چې له بندیز سره مخ شوي توپ اچونکي خپل توپ اچونې طریقه بدلولو کې ډير زیات کوښښ کوي خو له دې وروسته د هر هیواد کرکټ بورډ دې یوازې هغه لوبغاړي انتخابوي چې توپ اچونې طریقه يي سمه او کرکټ نړیوال قوانینو مطابق وي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د