افغانستان

نيويارک ټايمز: «افغانان ډېر خوشباوره خلک دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د زرګونو بهرنيو او کورنيو عسکرو او ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې او ميلياردونو ډالرو د لګولو وروسته، امريکایان د افغانستان له راتلونکې نهيلي شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا د طالبانو واک او ځواک ورځ تر بلې ډېريږي او طالبان د بهرنيو عسکرو او افغان حکومت لپاره ستر ګواښ دی، افغان حکومت په اداري فساد کې ښکېل دی او اقتصاد يې تر اوسه هم د بهرنيو هېوادونو په مرستو ولاړ دی.

د دې ټولو ننګونو سربېره هم افغانان بې کچه خوښ او خوشباوره خلک دي.

د اسيا فاونډيشن له خوا په ترسره شوې سروې کې ويل شوي، چې افغانان د تېر جون مياشتې له ولسمشريزو ټاکنو ډېر خوښ دي.

د رايو ورکوونکو دوه پر درې برخو ګډونوالو ويلي، چې ولسمشريزې ټاکنې له هر ډول درغلۍ پاکې ترسره شوي دي.

۷۵،۳ سلنه خلکو ويلي، چې افغان حکومت ډېر ښه پر مخ روان وو.

د افغانانو دې خوشباورۍ امريکايي حکومت هم هيښ کړی دی.

اسيا فاونډيش د نوموړې سروې په ترڅ کې ۹،۲۷۱ افغانانو څخه پوښتنې کړي او د افغانستان ۳۴ ولايتونو څخه پکې د خلکو رايې معلومې شوي دي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې کوم افغانان د هېواد سياسي او اقتصادي حالاتو ته خوښمن دي، سلنه يې د تېر کال په پرتله راکمه شوې ده.

تېرکال۵۷،۲ سلنه خلک د هېواد له حالاتو خوښ ول، مګر سږ کال دا کچه۵۴،۷ سلنه شوې ده.

د اسيا فاونډيشن سرپرس مسؤول عبدالله احمدزی وايي، چې ۷۸،۶ سلنه افغانان د خپل هېواد له حالاتو ډاډه دي.

په ياده سروې کې د ښځو په اړه هم د افغانانو فکر کې بدلون ښوول شوی او ۶۷،۷ سلنه افغانان په دې اند دي، چې ښځې بايد په دفترونو کې دندې ترسره کړي.

د يادې سروې له قوله، د ۲۰۱۴م کال ولسمشريزو ټاکنو کې ۶۹سلنه ښځو ګډون کړی و، چې د ۲۰۰۹م کال ټاکنو کې دغه سلنه يوازې ۴۳،۴ سلنه وه.

سروې کې راغلي، چې ډېری افغانان اوس د ښځو په اړه هم دا فکر کوي، چې بايد د سړيو غوندې دوی هم تعليم لپاره ښوونځيو ته ولاړې شي، مګر اوس هم ډېری افغانان په دې اند دي، چې سياسي چارې بايد د ښځو پر ځای سړي پر مخ بوځي او افغانانو په عمل کې هم دا ښوولې ده.

د ولسمشريزو ټاکنو په کمپاين کې د سړيو په پرتله د ښځو ونډه ډېره لږه وه.

د «اکسفام» نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې افغان حکومت د دې لپاره حکومت کې د ښځو ونډه کمه کړې، چې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د اسيا فاونډيشن له خوا تر سره شوې سروې د ګردو افغانانو د نظر څرګندونه نه ده؛ ځکه چې ډېری افغانان اوس هم د هېواد راتلونکې ته اندېښمن دي.

په هېواد کې بې کارۍ، اداري فساد، معارف او اقتصاد لا هم په خپلو پښو نه دي ولاړ او تر ټولو ستر ګواښ او انديښنه د افغانانو لپاره امنيتي ستونزې دي، چې ورځ تر بلې ډېريږي.

د يادونې وړ ده، چې دغه ډول سروې ګانې د هېواد په پلازمېنه کابل او د ولايتونو په مرکزونو او ښاري سيمو کې ترسره کيږي، چې ډېری مخاطبين يې حکومتي چارواکي او د بهرنيو مؤسسو کارګران وي.

ځمکني حقايق دا دي، چې افغانان د خپل هېواد حالاتو ته ډېر انديښمن دي.

افغانانو دتاريخ په اوږدو د هر ډول ستونزو او کړاوونو ګاللو ته غاړه ايښې، مګر د بهرنيو عسکرو هر ډول مرستې او خوږو خبرو ته د دښمنۍ په سترګه ګوري او دا لا څه چې څوک يې پر کلي او کور بمباري وکړي او پر کورونو يې چاپې ووهي.

افغانان هيڅکله د خپل دين او ناموس دښمن سره سوله نه شي کولای.

د لوګر ولايت يو قومي مشر حاجي عبدالرحمن مخلص نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې وويل: «زه په سياسي چارو کې معلومات نه لرم، مګر له دې سروې ښکاري، چې د افغانانو فکر له اصلي ستونزې را اړوي، ځکه چې د افغانانو تر ټولو لويه ستونزه د اشغالګرو عسکرو شتون دی او سروې کې په دې اړه هيڅ نه دي ويل شوي»

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا سروې که يوازي په کابل کي هم شويوي بيا هم د منلو نده.
۱ـ ۵۴،۶ سلنه له حالاتو خوښ دي، حال داچي نيمۍ افغانان وږي بيديږي(هغه هم د دوی له خولې).
۲ـ۷۸،۶ سلنه له حالاتو ډاډه دي،حال داچي مشران ئي لا د باډيګارډانو سره له بيري پمپرس تړي.
۳ـ ۶۷،۷ سلنه غواړي چي ښځي په دفترونوکې کار وکړي، حال دا چي په پلازمينه کابل کي لا اکثره ښځي په چادرې کې ګرځي.
۴ـ د۲۰۱۴ کال په ټاکنوکې ۶۹ سلنه ښځو ګډون کړی و، حال دا چي نران لا د بيري نه ورنيژدي کيدل .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x