ایساف د خپل یو تن سرتیري وژل ومنله

U.S._Marinekilled_in_Afghanistanنن ټکی آسیا: ایساف د افغانستان په ختیځ کې د خپل یو تن د وژل کېدو خبر ورکړ..

نن د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان په ختیځ کې د یو ماین د چاودېدو له امله د ایساف یو سرتیری ووژل شو..

اعلامیه دا نه دي ویلي چې دغه عسکر د کوم هیواد تبع وو، او په دقیقه چیرته وژل شوی..

باید وویل شي چې په روانه میلادي میاشت کې ددغه عسکر په وژل کیدو سره د هغو بهرنیانو چې وژل کیده یې د ایساف له خوا اعلان شوي 13 تنو ته ورسید..

ځیني کار پوهان په دې اړه وايي چې کیدای سي د مړینو شمېر تر دې څو چنده زیات وي..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د