
کابل: د برتانوی سفارت په موټر باندي د چاودني وروسته انځورونه او وروستی راپور
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): نن شاوخوا لس بجې د کابل په نهمه حوزه کې د څرخي پله پر سړک د قابلبای په سیمه کې د برتانیې د سفارت پر موټر باندي چاودنه وشول، چې د مرګ ژوبلي په اړه یې ضد او نقیض راپورونه ورکړل شول.
د کابل امنیتي چارواکو وویل چې په دغه چاودنه کې چې د برتانیې د سفارت موټریز کاروان یې په نښه کړ، لږ تر لږه ۴ تنه ملکي وګړي مړه او تر ۳۵ پوري نور ټپيان شوي دي، چې په ټپيانو کې پنځه تنه ماشومان هم شامل دي.
هغوی زیاته کړې چې په چاودنه کې یو تن برتانوی وګړی هم وژل شوی دی، خو دا یې نه دي ښودلي چې دغه برتانوی د کومي رتبې خاوند دی، او یا څه دنده یې درلودل.
بل خوا د برتانیې سفارت د پيښي پخلی کړی، او ویلي چې ددوی د سفارت موټر باندي چاودنه شوې، خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې.
باید وویل شي چې برتانویانو دوه ورځي وړاندي د افغانستان د سویلي ولایت کندهار څخه خپل ټول ځواکونه وایستل، او وې ویل چې دوی به یو شمېر عسکر د افغانستان په پلازمینه کابل کې د افغاني ځواکونو د روزني او مشورې لپاره وساتي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او په ټولنیزو شبکو کې د دغي ډلي رسنیزو فعالانو ویلي چې چاودنه د یوه سرتیري په واسطه د موټر بم په واسطه تر سره شوې، چې د برتانوي سفارت د موټرو کاروان یې په نښه کړی، او زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې یو شمېر «اشغالګران» مړه او ژوبل شوي دي، چې ځیني یې د برتانیې د سفارت لوړ پوړي چارواکي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د موټریز کاروان مخته او شاته روان دوه نور موټر هم زیانمن شوي، او سپرلیو ته یې مرګ ژوبله اوښتې.
ذبیح الله مجاهد په خپله خبرپاڼه کې چې شیبه مخکې یې نن ټکي آسیا ته را ولیږل وویل چې د چاودني د قوت له وجي په تاسف سره ځینو ملکي خلکو ته هم سرسري زیان رسیدلی، چې یو شمېر یې په چیښو او وړو پرزو باندی لګېدلې او سرسري ټپيان شوي دي.
نوموړي ویلي چې عموما افغانان اوس پوهیږي، او د نظامي او سیاسي کاروانونو څخه لیري ګرځي، ځکه نو د ملکي وګړو به منځ کې مرګ ژوبله کمه وه.
باید وویل شي چې درې ورځي وړاندي په همدې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو موټریز کاروان باندي د سړک د غاړي ماین چاودېدلی وو، چې له کبله یې اقلا یو موټر تخریب او دوه امریکايي عسکر وژل شوي وه.
أالحمدلله،،تیری ګروپه تاسوښه ورځ دطاټکی ده وه به یی نه وینی،ټینګه یی کړئ
رشتیا خبر شوم چه دغه زمونژ او ستاسو ملګری محمود الغزنوی ډیر پوخ عقیدوی او د فدایی حملو په پوره او ژور ارزښت پوهی ده ، زمونږ په شان نه دی چه داقرانکریم په حکم او حدیث د فدای حملی فضیلیت ورته معلوم وی وایی چه کلکه او قاطع شدید ه اراده یی کړی چه په راتلونکو دری څلور ورځو کښی نوموړی هم د جنت ټکټ او شهادت نامه اخیستی او ویزه یی هم وتلی ده نو که خیر وه په دی دری څلور ورزی کښی پرواز لری او په خیر سره به دی هم د یوی فدای حملی په… نور لوستل »