افغانستان

دفاع وزارت: امریکا د ملي اردو سره د څلورو ملیاردو ډالرو وسلو مرسته وکړه

afghan-army-traineesنن ټکی آسیا:  د افغانستان دفاع وزارت نن ویلي چې امریکا په تیرو څو میاشتو کې د ملي اردو سره د څلورنیم ملیارده ډالرو په ارزښت د وسلو او نورو پوځي مهماتو مرسته وکړه..

د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی خبریالانو ته وویل : په دې مهماتو کې پنځه څلویښت زره میله سپکي او درنې وسلې، یو سل او څلويښټ ډوله پوځي وسایط او پیځوس ترانسپورتي الوتکي شاملي دي.

عظيمي وویل چې د وسلو او پوځي وسایطو ارزښت درې نیم میلیارده او د الوتکو ارزښت یو ملیارد ډالرو ته رسیږي.

نومړي زیاته کړه چې د ملي اردو د سرتیرو شمېر دا وخت یو لک او شپیته زره تنه دی، او پوځي تجهیزات یې ورځ تر بلي ښه کیږي.

او ددوی تر څنګ کابو یو لک پولیس او د ملي امنیت ځواکونه هم موجود دي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x