کونړ: په چاودنه کې ملک زرين له ٩ تنو سره يوځاى ووژل شو

malak_zareenپخوانى جهادي قوماندان او د کونړ ولايت مشهور قومي مشر ملک زرين نن له غرمې مخکې د يوه ځانمرګي بريد له امله له نهو نورو کسانو سره ووژل شو.

د کونړ امنيه قوماندان خليل الله ويلي، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په اسمار ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې ملک زرين د اسمار کلي ته له خپلو ملګرو سره پلى روان و،

چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي پرې بريد وکړ او ځان ته يې چاودنه ورکړه.

د ضيايي په وينا، چې په دغه ځانمرګي بريد کې ملک زرين، د هغه زوى احمد شاه او اته تنه نور وژل شوي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې په دې پېښه کې اوه تنه نور ټپيان دي، چې د ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

پژواک

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د