افغانستان

ايران: د سیمي هیوادونه نه غواړي چي امریکا په افغانستان کې دایمي اډې جوړي کړي

feda-hessin-malkiنن ټکی آسیا: په افغانستان کې د ایران سفیر فداء حسین ویلي چې د سیمي هیوادونه نه غواړي چې امریکا په افغانستان کې دایمي اډي جوړي کړي.

نومړي وویل چې که چیري دا پيښه سي نو دا به پر ځای ددې چي افغانستان کې کراري راولي نور به هم امنیتي وضعه خرابه کړي.

نومړي زیاته کړه چې ایران د افغانستان سره لویه سرحدي پوله لري، نو امریکا باید د دایمي اډو جوړلو په اړه خپل هدف روښانه کړي.

فدا حسین تیرو لسو کلونو ته په اشاره وویل چې دا به هیڅ کله هم په افغانستان کې امنیتي وضعه سمه کړي..

د یادوني وړه ده چې دوه ورځي مخکي افغان ولس مشر حامد کرزي اعلان کړی وو، چې د امریکا ددې غوښتني په اړه یې رسمي سندونه تر لاسه کړه، او ژمنه یې کړې وه، چې ددې مسلی د څیړلو لپاره به لویه جرګه را وغواړی.

څیړونکي په دې اند دی، چې ښاغلي حامد کرزي تر مخه لا د امریکا سره د دایمي اډو په اړه هو کړه کړې، مګر اوس هسي د خپل ځان څخه د مسولیت د لیري کولو لپاره غواړي چې لویه جرګه را وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x