افغانستان

ترکیا د طالبانو لپاره د نمایندګۍ خلاصولو چمتوالۍ ښودلی

ahmad_dawood_oghlo_turkeyنن ټکی آسیا: د ترکې یو جګپوړي سفارت کار فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې ترکیا دې ته تیاره ده چې په افغانستان کې د سولي د ټینګښت لپاره طالبانو ته په ترکیا کې د رسمي نمایندګي جوړوني اجازه ورکړي.. مګر نومړي وویل چې تر اوسه طالبانو په دې اړه ددوی څخه ورته غوښتنه نه ده کړي.

دغه سفارتکار د نوم د نه ذکرولو په غوښتني سره وویل چې ترکیا په افغانستان کې

د سولي په راوستلو کې همیشه خپل ټول کومک اعلان کړی، او که چېري ورته غوښتنه ځینی وسي، نو حتما به بحث پر کیږي، او په اړه به یې پرېکړه کیږي.

ددې تر مخه د ترکیې وزیري خارجه احمد داود اوغلو څخه په یوه غونډه کې په دې اړه پوښتنه سوې وه، نومړي په جواب کې ویلي وو چې که چیري داسي یو غوښتنه د ترکیا څخه وسي، نو حتما به ترکیا تر خپله اوسه کومک او همکاري کوي، تر څو په افغانستان کې سوله راسي.

ترکیا چې د ناټو غړی او یو اسلامی هیواد دی، په افغانستان کې دناټو تر واک لاندي غیر جنګي عسکر لري..

او په دې وروستیو کې زیار باسي تر څو د افغانستان او پاکستان تر منځ د وخته څخه کړکیچني اړیکي سمي کړي.

ددې تر مخه د افغانستان د سولی د عالي شوری یو تن غړي عبد الحکیم مجاهد ویلي چې پر ترکیې سربېره سعودی او متحده عرب اماراتو هم چمتوالی ښودلی چې طالبانو ته اجازه ورکړي چې هلته خپل رسمي نمایندګۍ خلاصي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x