نړۍ

د هالنډ افراطي ګوند د جوماتونو بندولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): د هالنډ ښي اړخو ازادۍ افراطي ګوند چې د اسلام او مهاجرینو سره په دښمنۍ مشهور دی په دې وروستیو کې په هالنډ کې د جوماتونو د بندولو غوښته کړې.

د هالنډ د ازادۍ افراطي ګوند یو غړي مایکل ډي ګراف د کانګرس د استازو سره په کتنه کې ویلي چې د جوماتونو څخه پاک هالنډ به تر دا اوسني هالنډه ډير ښه وي او دوی « هالنډ د اسلام له هر ډول اثر و رسوخ څخه پاکول غواړي».

په لویدیځ کې د اسلام په تیزۍ سره خپریدل افراطي عیسایان او نورې کافرې ډلې وارخطا کړي.

د هالنډ د پارلمان دغه غړي زیاته کړې چې مسلمانانو کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی، دوی زموږ په څېر نه دي شوي. ډي ګراف د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دوی «په هالنډ کې اسلام نه غواړي». نوموړي زیاته کړې چې هالنډۍ مېرمنو په پرتله مسلمانې ښځې ډير بچي راوړي او دا «د هالنډ د کلتور او هویت د ختمولو لپاره خطرناک دي».

نوموړی دې ته په اشارې چې هالنډ ته له اسیايي او افریقايي هېوادونو څخه خلک کډوال کیږي ویلي چې «مهاجرینو او رحمونو د هالنډي قوم هویت او کلتور له منځه وړې».

د هالنډ د ازادۍ دغه ګوند چې د مسلمانانو سره پر دښمنې مشهور دی تر دې وړاندې هم په دغه ډول متعصبانه چلندونو لاس پوری کړی دوی څه موده وړاندې غوښتنه او هلې ځلې پیل کړې وې څو په هالنډ کې نوي جوماتونه جوړیدو ته پرېنښودل شي خو په پارلمان کې د یو بل ګوند له لوري د سخت غبرګون سره مخ شول.

د کارګرانو یوه ګوند روس ویرجیمي د ازادۍ ګوند د غړي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نوموړی دې بېرته خپلې خبرې واخلي او دیموکرات ۶۶ ګوند غړي سټين وان ویجینرګ د یاد افراطي په غبرګون کې ویلي چې دغه ډول څرګندونې خطرناکې دي.

ددغه ښي اړخو د ازادۍ افراطي ګوند تر دې وړاندې په هالنډ کې د جوماتونو څخه د منارو د لرې کولو او بیا د نویو جوماتونو د جوړولو مخنیوي لپاره هلې ځلې کړي.

هالنډ شاوخوا ۱۷ میلیونه نفوس لري چې تقریبا ۱ میلیون یې مسلمانان دي. هالنډ ته زیات شمېر مسلمانان له المغرب او ترکیې څخه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x