
کابل: برتانیې سفارت په نني برید کې د خپلو دوه کارکوونکو وژل او یو ټپي کيدل ومنل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د برتانیې سفارت ومنله چې نن سهار /لیندۍ ۶مه، نومبر ۲۷مه/ په سرتیري برید کې د دغه هېواد د سفارت دوه بهرني کارکوونکي وژل شوي.
د برتانیې سفارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پلازمېنه «کابل کې سهار مهال د برتانیا د سفارت پر موټر برید وشو چې په ترڅ کې د سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول».
د نني برید په اړه د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت منشي پيليپ هامنډ په یوې بیانیه کې ویلي چې « دی ډیر په خواشینۍ سره د برتانیې د سفارت د دوه کارکوونکو د وژنې پخلی کوي». نوموړي زیاته کړې چې په نني برید کې د سفارت برتانوی امنیتي کارکوونکی ټپي شوې هم دی.
د یادونې وړ ده چې نن شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره د قابلبای په سیمه کې د برتانیې د سفارت پر موټر برید وشو.
د لومړنیو معلوماتو لمخې په برید کې ۵ تنه چې ۲ يې د برتانیې د سفارت کارکوونکي دي ووژل شول.
طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې برید بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
په روانه میاشت کې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره دا څلورم ستر برید دی چې پر بهرنیانو کیږي.
درې ورځي وړاندې په همدې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان د سړک د غاړې ماین وچاودید، چې له کبله یې یو موټر تخریب او دوه امریکايي عسکر ووژل شول.
کابل د امنیتي تړون د لاسلیکولو وروسته د طالبانو د خونړیو بریدونو شاهد پاتې شوې. طالبانو ګواښ کړی و چې که حکومت امنیتي تړون لاسلیک کړي دوی به په خپلو بریدونو کې تیزوالی راولي.