Qalam1002

غزل: په ځان نــــلري اتبار تري لانـــدي کیږي

حمدالله حلمیار

په ځان نــــلري اتبار تري لانـــدي کیږي
وړلای  نشــي د ژوند بار ترې لاندي کیږي

یو ملنګ وه غـــــــــــره ته ډډه لــګولې
وې کــــه پاڅیدمه ښار ترې لاندي کـیږي

قدمـــــونه مي هوا کـــی سرګردان وي
بس د یار د کوڅې لار ترې لانــــدي کیږي

دناپوه له لاسـه ړنګ د کـــــوټې چت شو
نو ضرور به کوم هوښیار ترې لاندي کیږي

په دې ښار کي کـه چا کاڼی را اوچت کړ
ککرۍ به د اغـــــــیار ترې لاندی  کیږي

نیمه شپه ده له بســــــتره نــــه راوزم
که را ووتم ښــــاما ترې لانـــدی کیږي

د غمونو زلــــــــــــزله ده حــلـمیاره!
او د مینې ګنهګــــار ترې لاندي کیږی

حمدالله حلمیار
۲۰۱۴/۱۱/۲۷

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د