fbpx

خپل ایفون له بلیک بیري پاسپورټ سره بدله کړئ او ۶۰۰ ډالره واخلئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): بلیک بیري کمپنۍ غواړي د ایفون کاروونکي خپل تولیداتو په لورې جذب کړي چې همدې موخې لپاره يي اعلان کړی چې خپل ایفون له دغې کمپنۍ نوی تولید شوی سمارټ فون بلیک بیري پاسپورټ سره بدله کړئ او ۶۰۰ ډالره وگټئ.

دغه وړاندیز د ایفون کاروونکو ته د دسمبر د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه پیل او د فیبروري په ۱۳مه به پای ته رسیږي. یوازي هغه کسان له دې وړاندیز څخه گټه پورته کولی شي چې په امریکا او کاناډا کې يي د بلیک بیري ویب پاڼې او یا هم امازون له لارې خپل ایفون پیریدلی وي.

بلیک بیري کمپنۍ اعلان کړی چې ایفون ۴ ایس او له دې څخه لوړ ماډل ایفون لرونکي کسان له دغې وړاندیز څخه گټه پورته کولی شي.

د دې وړاندیز څخه گټه پورته کولو لپاره لومړۍ باید کاروونکي بلیک بیري پاسپورټ سمارټ فون د دغې کمپنۍ له ویب پاڼې څخه وپیري وروسته له دې به دغه کمپنۍ کاروونکو ته د ایفون په مقابل کې له ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ ډالره د ایفون ماډل په اساس ورکړي او سربیره پر دې ۲۰۰ ډالره به کاروونکو ته د ډالۍ په توگه ورکول کیږي.

بلیک بیري د کاروونکو ایفون په لاندې بیه بدلوي:
– ایفون ۴ ایس: تقریبا ۱۰۰ ډالره
– ایفون ۵: تقریبا ۱۳۵ ډالره
– ایفون ۵ سي: تقریبا ۱۱۰ ډالره
– ایفون ۵ ایس: تقریبا ۲۴۰ ډالره
– ایفون ۶: تقریبا ۴۰۰ ډالره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د