افغانستان

طالبان: په کندهار کې تسلیم شوی کسان زمونږ سره تړاو نه لري

talib_serrenderنن ټکی اسیا: د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي ویلي چې هغه کسان چې پرون د کندهار په ښار کې دولت ته تسلیم سوي، ددوی سره هیڅ تړاو نه لري…

نومړي تور ولګوی چې هغه کس چې پرون یې ځان عبد العزیز معرفي کوی، یو جعلي کس دی، او کیدای سی د خپله د افغان دولت یو مامور وي.. او یا به یې د پيسو او مقام حاصلولو لپاره ځان په طالبانو پوري تړلی وی..

نومړي وویل چې طالبان د پیسو او منصب لپاره مبارزه نه کوي، بلکي د خدای د رضا او د هیواد د ازادي لپاره مبارزه کوي.

د قاری یوسف احمدی دغه څرګندوني نن ټکی اسیا ته را رسیدلی، چې په بشپړه متن یې په لاندي ډول دي:


دمجاهدینو دتسلیمۍددروغجني ادعا په اړه دقاري محمد یوسف احمدي څرګندوني

څرنګه چې تيره ورځ ناوخته درسنيو لخوا خبرخپورشو چې ګنې پنځوس تنه طالبان ديو نامعلوم شخص عبدالعزيز په مشري چې ځان په خپل سر دطالبانو لخوا دکندز والي هم بولي دکابل اداري ته  په کندهار کي تسليم شوی دی، دافغانستان اسلامی امارت په نمايندګۍ زه ددغه شخص او ملګرو په اړه يي لاندي معلومات له رسنيو سره شريکوم :  

دعبدالعزيز په نامه چې کوم کس ځان دطالبانو پورې تړلی بولي او ادعا کوی چې پنځوس تنه مجاهدين له ځانه سره لري او د کابل ادارې ته تسليم شوي

داسلامی امارت پورې هيڅ تړاونلری او نه هم دغه شخص اوملګري يي څوک داسلامی امارت په صفوفو کې پيژني بلکې کوم جعلي کس ده چې ممکن دګوډاګی اداري ماموربه وي او یا به دپيسو دترلاسه کولو اومقام حاصلولودپاره ځان دطالبانو پوري تړي ،او دعبدالعزيز  دا خبره چې ګنې دی دطالبانو لخوا دکندز والي وه هم يو ه پو چه او بي اساسه ادعا ده چې دي به يي دډيرو امتيازاتو دترلاسه کولو لپاره کوي داسلامي امارت له لوري دکندزولایت مسئول خپله دکندز ولایت اوسیدونکی او همدا اوس هم په خپله سیمه کې په جهادبوخت دی ،داسلامی امارت مسئولين او مجاهدين ټول عقيدوي خلک دي چې دلوی خدای جل جلاله درضا او دخپل هيواد دبشپړې آزادۍ لپاره جهاد اومبارزه کوي هغوی هيڅ کله هم دخوراکې توکو او کارپيداکولو لپاره مبارزه نکوي ترڅو ددښمن په وعدو وغوليږي اواشغال ته دتسليمي سرټيټ کړي ؛بلکې هغوي ديو خورا لوړ اوعالي هدف لپاره چې دلوی خدای رضا اودخپل هيواد آزادي ده په مبارزه بوخت دي چې دعبدالعزيز په څير متزلزلي څيرې هيڅکله هم ددغو شازلمو نمايندګې نشي کولای ، موږ باور لرو چې دغسي کړني دبهرنيو او کورنيو استخباراتي شبکولخوا په سمبوليک ډول ترسره کيږي ترڅو هيواد والو ته شکونه اوپه مجاهدينوباندې بي بارورۍ پيداکړي اووښيي چې ګني مجاهدين  اشغال ته سرکيښودونکې دي چې موږ دغه ادعاوي په کلکه ردوه او په خپل ملت او مجاهدينو غږ کوو چې هيڅ يو ريښتونی مجاهد به هم دهيواد تربشپړي آزادي پورې هيچاته دتسليمي سرټيټ نکړي او دا امتحان يي په ځلونو ځلونو خپلو هيوادوالو ،نړيوالو اوحتی دښمنانو ته ورکړي چې دپيسو او چوکيو دترلاسه کولو دپاره مبارزه نکوو بلکې زموږ جهاد داللهي نظام دحاکميت او خپل هېواد دآزادۍ لپاره ده فلهذاخپل هدف ته تررسيدو دمخه به دهيڅ يو ريښتوني مجاهد وجدان هم چاته دتسليمۍ سرټيټيدل ونه مني ،کومې څيرې چې دتسليمۍ او سرټيټۍ دعوه کوي دا خلک زموږ پوري هيڅ تړاو نلري اوموږ يي داسلامي امارت سره عضويت په کلکه ردوو.

قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند

۱۴۳۲/۰۵/۰۹         هـــق ۲۰۱۱/۰۴/۱۲م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x