fbpx

ډاکټر عبد الله د امریکا او ناټو د جنرالانو سره د کابینې په اړه خبرې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان سره کتلي او د کابېنې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړي.

ډاکتر عبدالله عبدالله رسمي پاڼې څخه نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي تیره ورځ سهار په خپل قصر سپيدار کې د امریکا د ځواکونو د عمومي قومندان لویید استن، د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان امریکايي جنرال کامبپل او د امریکا د سفیر د مرستیال سره ولیدل او دهغوی سره یې د افغانستان د نوي حکومت او د نوي کابینې په اړه نظر شریک کړ.

نوموړی د دواړو جنرالانو او ورسره ملګریو چارواکو څخه مننه کړې او د هغوی سره یې د خپل حکومت د چارو او د کابینې د جوړولو په اړه بحث او مشوره کړې.

نوموړی جنرالانو ته ویلي چې د طالبانو سره دي د سولي خبري په خواست او زاریو نه کیږي، بلکي د هغوی په وړاندې دې قوي موقف غوره کړای شي او د هغوی د مشرانو د خوشې کیدو په اړه دې له سره غور وشي.

د یادونې وړ ده چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب رامنځته او واک د دواړو مشرانو تر منځ نیم په نیمه وویشل شو.

د ګډ حکومت د رامنځته کېدو ۲ میاشتې تېرې شوې خو د ژورو اختلافاتو له امله تر دې مهاله کابینه نه ده جوړه شوې.

په دې وروستیو کې عبدالله عبدالله له بهرنیانو سره لیدنې کتنې زیاتې کړي چې ښايي د کابېنې په نیمه ویشلو کې ورسره مرسته وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Malim
میلمه
Malim

غم مکوی

دا پرو پاګند به مو هم د نورو په شان

هیڅ شی

خو کاشکی شرم ولری

او نور خپل هیواد درک کړی

خو مطمین یم شرم خو قطعا در پکی نشته

خو ځان په په دواړو جهانونو وشرموی