افغانستان

بېړنی خبر: وزیر اکبر خان کې د بهرنیانو پر مېلمستون جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): شاوخوا ۷ نیمې بجې  د کابل په مهمې او دیپلوماتیکي سیمې وزیر اکبر خان کې چاودنه وشوه.

راپورونه وايي چې تر چاودنې وروسته د درنو او سپکو وسلو غږونه واورید شول.

د وزیر اکبر خان د چاودنې په اړه ویل کیږي چې په ۱۵ کوڅه کې شوې.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي په خپله ټویټر پاڼه د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي. نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه د چاودنې دقیق ځای او هدف لا څرګند نه دی.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې « ۷ نيمې بجې دکابل ښار اړوند په وزير اکبرخان سیمه کې د مجاهدینو لخوا په دښمن ګڼ فدايي بریدونه پيل شول.». نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې نن د کابل – جلال اباد پر لویه د برتانیې د سفارت پر موټر چاودنه وشوه چې له امله یې د سفارت ۲ کارکوونکو په شمول ۵ کسان ووژل شول.

نور جزییات وروسته

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x