ټکنالوژي

خپل سمارټ فون یوازې ۳۰ ثانیو کې چارج کړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې د سمارټ فون په برخه کې ډیر زیات پرمختگ شوی. دغه پرمختګ د سمارټ فون جوړولو کمپنۍ او کاروونکي له یو خنډ سره مخ کړی چې هغه د سمارټ فون د باترۍ لنډ عمر او کم وخت چارج ساتل دي.

په دې ورستیو کې مختلف کمپنۍ هڅه کوي تر څو دغه مشکل د تل لپاره له مخې لرې کړي او یا لږ تر لږه داسې یو ټکنالوژي وپنځوي چې په ډيره لږه موده کې سمارټ فون چارج پوره کړي.

سامسنگ کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون نوټ ۴ (Note 4) سره چټک چارجر معرفي کړی و. دغې ټکنالوژی سره دغه سمارت فون په ۳۰ دقیقو کې یوازې ۵۰٪ چارجیدله.

د ټکنالوژۍ پوهنتون (Nanyang) ادعا کړې وه چې دوي داسې طریقه پنځولې چې کولی شي په ۲ دقیقو کې یو سمارټ فون ۷۰٪ چارج کړي. خو نن یوه حیرانونکۍ خبر خپور شوی چې د سټورډاټ (StoreDot) کمپنۍ داسې طریقه پنځولې چې سمارټ فون یوازې ۳۰ ثانیو کې په مکمل ډول چارجوي.

رویټرز راپور پر بنسټ دغه نوی تولید شوی باترۍ خپل جسامت له امله اوسمهال په سمارټ فون کې نه ځایږي خو دغه کمپنۍ ژمنه کړې چې د ۲۰۱۶ز کال پورې به کوچنۍ باترۍ جوړه کړي چې دغه باترۍ به په ۳۰ ثانیو کې چارجیږي او یوه ورځ به چارج ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x