افغانستان

فاریاب: د ناروې درې تنه انجینران ټپيان شول

AfghanistanFaryabنن ټکی آسیا: د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې نامعلومو وسلوالو د PRT  كاركوونكي درې تنو انجینران په ډزو سره ټپيان کړه او په تیښته بریالي سول.

د تفصیلاتو سره سم د فاریاب ولایت د مرکز میمنه ښار کې د ننه د هوايي ډګر سره نيژدې د پي آر ټي درې تنه انجینران د وسله والو تر برید لاندي راغلل چې له امله یې درې سره ټپيان شول، د امنیتي چارواکو په وینا برید کوونکي توانیدلي چې د سیمي څخه په تيښته بریالي سي.

څو ورځي مخکي په همدې ولایت کې یو افغان سرحدي پولیس پر امریکایی روزونکو ډزي کړی وو، چې له امله یې دوه تنه امریکایان ځاي پر ځای وژل شوي وه.

د یادوني وړ ده چې په دې وروستیو کې د فاریاب په ولایت کې د خارجیانو او افغاني ځواکونو پر ضد د طالبانو بریدونه ګړندي سوې چې له امله یې د ددې ولایت امنیتي وضعه کړکیچنه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x