افغانستان

دوهم تعقيب: د شوراب په جګړه کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې- جګړه روان ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۳ل): طالبانو شاوخوا يو ساعت وړاندې د هلمند ولايت پر شوارب پوځي اډې د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړي او اوسمهال هم درنه جګړه روانه ده.

د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی سرتېري ملګري په سپکو او درنو وسلو سمبال د بهرنيو او کورنيو عسکرو استوګنځايونو ته رسيدلي او په شوراب بيس کې پر ميشتو کورنيو او بهرنيو عسکرو بريدونه روان دي.

احمدي زياتوي، چې تر اوسه ګڼ شمېر کورني او بهرني عسکر وژل شوي او شاوخوا شل نظامي وسايط يې له منځه وړي دي.

خبر کاږي، چې د ډله ييزو بريدونو په ترڅ کې نظامي الوتکې هم زيانمنې شوي دي.

جګړه اوس هم په درز کې روانه ده.

د پېښې په اړه نور معلومات لږ وروسته له نن ټکی اسيا څخه.

یوه استرالیايي خبریاله چې په کابل کې اوسیږي، وايي د هلمند چارواکي وايي چې د باسټن پر پوځي مرکز باندې د تیر یوه ساعت راهیسي شدیده #جګړه روانه ده.
#تازه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x