افغانستان

طالبانو د شوراب پر هوايي اډې د بریدګرو ویډیو خپره کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغو بریدګرو عکسونه او ویډیو نشر کړه، چې وايي د ښوراب پرپوځي مرکز یې تېره شپه برید کړی او زیاتوي چې جګړه تر اوسه دوام لري.

ښوراب د بریتانویانو ستره پوځي اډه وه چې تېره میاشت ترې راووتل.

دغه بریدګر چې شمېر یې شاوخوا لسو تنو ته رسیږي، د ماخوستن راهیسي په دغه مرکز باندي برید پيل کړی، او د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې تر اوسه یې د الوتکو په ګډون ګڼ شمېر ټانګونو او موټر تخریب کړي، او جګړه لا دوام لري.

د ښوراب له برید سره هممهاله د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې هم د آي آر ډي پر دفتر طالبانو تېره شپه برید کړی و.

د ښوراب د عملیاتو په ويډیو کې یو تن سرتېری بریدګر دا کار د اشرف غني او امریکایانو ترمنځ د امنیتی تړون په غبرګون کې ګڼي.

http://www.youtube.com/watch?v=NiElMUvpnc4&feature=youtu.be

په فیسبوک کې د طالبانو د رسمي پاڼي پیغام په دې اړه په لاندي ډول وو:

دغه ویډیو په فیس بوک کې هم زیاته خپره شوې:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

ماشاء الله ډېر په زړه پوري ، الله تعالی دي مجاهدین کامیاب اوبریالي کړي ،

arifgule

good

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x