افغانستان

هلمند: د ټولنیزي شوری یو تن غړی او دوه قوماندانان وژل شوي

helmandنن ټکی آسیا: د هلمند ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل سوي چې تېره ورځ وسله والو د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزي شورد یو تن غړی غلام دستګیر چې په لالو خان مشهوره ووژلو.

اعلامیه کې ویل سوي چې امنیتي چارواکو د نومړي د وژني په تور درې کسه نولي، او تحقیقات ځینی روان دي.

د بلي خوا د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي ویلي چې د تېره شپه ناوخته طالبانو د لښکرګاه د ښاره په نمرو سیمه کې یو تن قوماندان چې په سپین مشهوره و، د یوه تن ساتونکي سره وژلی.

نومړي ویاند د ګرشک ولسوالۍ د سپین مسجد په سیمه کې هم د یو تن قوماندان چې په زړګي سره شهرت لري، د وژلو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د خپلو درې تنه ساتونکو سره وژل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x