افغانستان

طالبانو ننګرهار کې ولس سره د ناوړه چلند په اړه د محور ورځپاڼې راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): تېره ورځ محور ورځپاڼې يو راپور خپور کړی و، چې ننګرهار کې طالبان ولسي خلک ځوروي او طالبان يې په څو ډلو ويشلي ښوولي وو.

دغه ليکنه کې راغلي، چې طالبان د ننګرهار بېلابېلو سيمو کې تر بېلابېلو نومو لاندې خلک ځوروري او د پيسو لپاره خلک تښتوي.

دغه راپور تاند ويبپاڼې هم له محور ورځپاڼې په مننه خپور کړی و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې د محور ورځپاڼې راپور د خپلو دښمنانو يو پروپاګند بللی دی.

ښاغلی مجاهد زياتوي، چې دوی د الله تعالی په لار کې قرباني ورکوي او څوک چې د الله تعالی په لار کې جنګيږي، نو ټول اخلاق يې هم پر اسلامي شريعت برابر وي او خپل ولس سره په ډېره نرمۍ چلند کوي او سيمه کې د ولس ملاتړ له دوی سره دی او په دې اړه يې د محور ورځپاڼې راپور د خپل دښمن پروپاګند وباله.

د محور په راپور کې طالبان په څو ډلو ويشل شوي ښوول شوي او د ستر جهادي شخصيت ارواښاد خالص بابا د زامنو په اړه يې ليکلي، چې د پيسو لپاره خلک تښتوي.

ښاغلی مجاهد په خپل غبرګون کې وايي: «په دې غرضي راپورکې په ځانګړي ډول کوښښ شوی چي دسترجهادي اوعلمي شخصیت مرحوم مولوي صاحب محمد یونس خالص درنې کورنۍ ته نازیبا اعمال منسوب کړي اوهم یې یوه جلا ډله تعبیر کړي حقیقت دادی چي دمرحوم خالص بابا مدبر او با شهامته زامن او ټول حقیقي پیروان د اسلامي امارت په چوکاټ کې تریوه قیادت لاندې فعالیت کوي او ټول ځانونه شرعي اصولواو دعالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهدلارښونواو اطاعت ته ژمن بولي.»

مجاهد زياتوي، چې دوی کې هيڅ ډول تقسيم او ويش نه شته او ټول د يو مشر تر امر لاندې کار کوي او د دوی ملګري له خلکو سره ناوړه چلند نه کوي، مګر سيمه کې چې د حکومت او بهرنيو عسکرو نظامي او استخباراتي همکاران وي، د هغوی پر ضد د شريعت له مخې جدي ګامونه پورته کوي او دا کار يې د جهادي کارنامو يوه برخه ګڼلې ده.

ذبيح‌الله مجاهد وايي، چې د دوی په ليکو کې داسې کسان نه شته، چې خلک دې د پيسو لپاره وتښتوي او که پر چا دا کار ثابت شي، نو پر وړاندې به یې جدي چلند وشي او محکمې ته به يې وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

کوم ذبح الله ؟ کاشکی داسی وای چه جناب علی د کوم غار څخه چه خبر ورکوی د خلکو په زړونو کښی مو له نفرته نور زاره چاودلی کومه داسی ولسوالی شته چه هلته ټالیبانو بی ګناه خلک نه دی شهیدان کړی او یا یی په زور له خلکو پیسی نه دی اخیستی او یا یی قومی جنجالونو ته لمن نه ده وهلی؟ پخوا پاکستان مجاهدین پر اوو غټو او ۱۴ کوچنیو ډلو وویشل چه تر نن ورځی د هغی بد بختی غمونه ګالو اوس بیا د ټالیبان داسی یو حال دی چه نژدی په دوه سوه ډلو ویشل شوی… نور لوستل »

لاتحزن

ښاغلي مالیم صیب !! دامریکاپه خلاف روان جهاد اومجاهدین په حقه دي اوهمدامجاهدین دهغو مجاهدینو بچیان دي کوم چی مونږه اوستاسو پري ویاړو چی انګریز اوچنګیز ته یی ماته ورکړي دي اواوس هم دهغه انګریز بچی سره جنګیږي کوم چی له نن څولسیزي مخکي یی په شاه تمبول شوي وو هو لري نه دي چی ملک کې یوه ستره انارشي روانه ده دمجاهد اوطالب له نوم څخه هرڅوک استفاده کوي په یواوبل نامه به افغان مظلوم ملت ځورول کیږي ددي ځواب دي هغه څوک ووايي چی داحال يي پرافغانانوراوړاودنړي سترکفري ځواک یی په خپل مظلوم افغان ورورمسلط کړ ښه خبره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x