افغانستان

بادغیس: د بهرنیانو یو زغروال موټر په ماین والوت

destroyed_armerd_whicleنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په لویدیځ ولایت بادغیس کې د بهرنیانو پر یوه عراده زغروال موټر ماین وچاودید چې له امله یې موټر له منځه تللی او د موټر سپرلیو ته یې هم مرګ ژوبله اوښتې.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار د دره بوم په تاوه سیمه کې د بهرنیو قواوو پر موټر ماین وچاودید، چې له امله یې موټر ټوټې ټوټې شو.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چې د چاودني وروسته سیمي ته بهرني الوتکي راغلې، مړي او زخمیان یې انتقاله کړه، مګر د مړو شمېر په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوې، مګر عیني شاهدانو ویلي چې ګمان نه لري چې څوک دي ژوندي پاته سوي وي.

په کابل کې د بهرنیو قواوو مطبوعاتي دفتر ددغه پيښي د منلو څخه انکار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x