ایفون کمپنۍ له سختې ماتې سره مخ شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه، ۱۳۹۳): ایفون کمپنۍ خپل تولید شوي سماټ فون ایفون ۵ سي (iPhone 5C) او ایفون ۵ ایس یو ځای بازار ته وړاندې کړی و چې له هغوي څخه ایفون ۵ سي نسبت اپل کمپنۍ نورو تولیداتو ته ډیره زیاته ارزانه وه.

که څه هم د ایفون ۵ سي په قیمت ايښودنه کې اپل کمپنۍ خپل اصول پښو لاندې کړی و خو بیا هم دغه موبایل سره د ټیټې بیې له سختې ماتې سره مخ شو چې له امله يي ایفون کمپنۍ خبر ورکړ چې په ۲۰۱۵ز کال کې به دغه سمارټ فون بند کړي.

په ۲۰۱۵ز کال کې به دغه سمارټ فون د بازار له مخې بیرته اوچت شي او اپل کمپنۍ به د دغې سمارټ فون سافټ وییر هم کاروونکو ته نه وړاندې کوي.

دغه سمارټ فون اوسمهال یوازې ۸ جي بي میمورې سره موجود دی او د دغې سمارټ فون ټچ هم نسبت ایفون ۶ (iPhone 6)، ایفون ۶ پلس (iPhone 6 Plus) او ایفون ۵ ایس (iPhone 5S) ته ډیر زیات کمزورۍ دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د