افغانستان

د ایران د سرحدي پولیس سره په نښته کې یو پولیس او درې ملکی وګړي ټپيان شوي

nimroze_rever_on_iran_borderنن ټکی آسیا: نن د دوشنبې په ورځ د نیمروز ولایت پر یوه سرحدي پوسته د ایراني او افغاني سرحدي پولیسو تر منځه د اوبو پر سره یوه شخړه را منځته سوه، چې له امله یې یو تن پولیس د درو نورو ملکیانو په شمول ټپيان شول.

ویل کیږی چې په ټپيانو کې دوې میرمني او یو ماشوم هم شامل دی.

د نیمروز امنیه قوماندان عبد الستار پردلې ویلي چې پيښه د تاج محمد افغان پر سرحدي پوسته باندي هغه وخت را منځته شوله، کله چې ایراني سرحدي پولیسو غوښتل چې په افغانستان کې د تیر شوي کانال څخه په غیر قانوني توګه د ایران خاوري ته اوبه وتړي خو کله چې د افغانستان د سرحدي پولیسو لخوا منعه شول، هغوي ډزي پېل کړې.. چې بیا وروسته افغان پولیسو هم متقابلي ډزي وکړې..

د افغاني چارواکو له خولې د ایران لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې مګر په اړه یې تفصیل نه درلود، او تر اوسه ایران هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادوني وړ ده چې څو ورځي مخکي د ایران سرحدي پولیسو اوه تنه افغاني مزدوران د هرات سره پر پوله هغه وخت وژلي وه، چې غوښتل یې ایران ته د مزدورې لپاره تیر سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x