ټکنالوژي

اډي (Audi) کمپنۍ بیا هم نړۍ حیرانه کړه (ویډیو)

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه،۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې موټر جوړونې کمپنۍ برقي موټر جوړولو ته خاصه توجه لري او کوښښ کوي په دې برخه کې نوې پنځونې وکړي.

موټر جوړونې مشهوره او کامیابه کمپنۍ اډي (Audi) هم خبر ورکړ چې دغه کمپنۍ یو چارجیدونکی موټر باندې کار کوي چې تر ۲۰۱۷ زیږیدیز کال پورې به بازار ته وړاندې شي.

هغه ځانگړتیا چې د اډي کمپنۍ دغه موټر نسبت نورو کمپنیو ته لري هغه دا دی چې دغه موټر به یو ځل پوره چارجیدو سره ۲۸۰ میله سفر کوي. د دې موټر جوړولو لپاره اډي (Audi) کمپنۍ د جرمني انجینرانو څخه مرسته اخیستې.

دغه کمپنۍ د امریکا په لاس انجلس ښار یوه غونډه کې وویل چې دغه موټر به د برتانيي ټیسلا ایس (Tesla S) چارجیدونکی موټر په څیر وي خو پنځه کسانو او ډیر زیات سامان انتقالولو وړتیا به لري.

له دې مخکې ټول معرفي شوي چارجیدونکي موټر پوره چارج په مرسته له ۱۵۰ میل څخه زیات سفر کولو وړتیا نه درلود. د اډي کمپنۍ دغه موټر به لومړنۍ چارجیدونکی موټر وي چې پوره چارجیدو سره به ۲۸۰ میله سفر کوي.

https://www.youtube.com/watch?v=EP7iQzk5AlI

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x