نړۍ

اردګان: اسلامي نړۍ دې خپل دوست او دښمن وپيژني

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې اسلامي نړۍ بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي؛ ځکه چې پردي خلک د دوی ستونزې نه ور حلوي او نه يې کولای شي.

اردوګان د اسلامي کنفرانس د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د دايمي کميسيون غونډې ته په خپله پرانستونکې وينا کې دا څرګندونې وکړې.

اردوګان زياته کړه، چې مسلمانان بايد د خپل تاريخ له رنګينو پاڼو درس واخلي او خپلو مقدساتو او سپېڅلو ځايونو ته درناوی وکړي.

«زموږ جوماتونه نړول کيږي، زموږ د خلکو ټولوژنه روانه ده او زموږ عبادتځايونو ته چې بايد موږ په درنه کتلي وای، نه مو دي کتلي او له همدې امله زموږ لومړۍ قبلې مسجد اقصی ته دښمنان له بوټانو سره ننوځي او زموږ قبله د عبادت پر ځای د جګړې په ډګر بدلوي او ايا موږ د دې ظلمونو او تېريو پر وړاندې غږ پورته کړی؟ نه.»

اردوګان پر اسلامي نړۍ غږ وکړ، چې راځئ ټول پر يو ټغر سره راټول شو او بهرنيانو ته د خير د تمې پر ځای بايد په خپله خپلې ستونزې حل کړو.

اردوګان وايي: «زه په زغرده وايم، چې بهرنيان يوازې او يوازې زموږ له تېلو، ګازو، قيمتي کاڼو او انرژۍ سره مينه لري او دوی غوړاي، چې موږ تل په خپلو کې سره وخورو او دوی مو ننداره وکړي.»

اردوګان د غونډې پر ګډونوال غږ وکړ، چې د ګردې نړۍ سترګې د مسلمانانو پر لور دي او دا غونډه د اسلامي نړۍ غونډه ده او دا کومه بهانه ده، چې د شيعه توب په نوم دې درې لکه کسان ووژل شي او شاوخوا اووه ميليونه دې بې کوره شي او بل پلو يو شمېر نور خلک د سني په نوم پر سپيڅلو ځايونو بريدونه او چاودنې کوي. ايا سنيتوب او شيعه‌توب همدې ته وايي؟

اردوګان وويل، چې نوره نړۍ زموږ له غمه نه ده مړه او نه غواړي، چې زموږ لانجې او شخړې پای ته ورسيږي.
«زموږ تاريخ زموږ د کړنو له امله ډېر ناراحته دی»

د ترکيې ولسمشر وايي: «د اسلامي امت د بچيانو د ټولوژنې په اړه زموږ چپه خوله پاتې کېدل تر ټولو ستر ظلم دی»

اردوګان ټينګار وکړ، چې ترکيه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او يوازنی ارمان يې دا دی، چې اسلامي هېوادونه يو بل سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي او يو بل سره په اتحاد او يووالي کې د مينې اومحبت ژوند وکړي.

رجب طيب اردوګان پر اسلامي امت غږ وکړ«راځئ لږه شېبه خپل سرونه خپلو ګريوانونو کې ښکته کړو او فکر وکړو، چې د دې ټولو ناخوالو لامل څه دی او څنګه کولای شو، چې له دې ناخوالو ځانونه وژغورو او راځئ په دې اړه بيا جدي ګامونه پورته کړو.»

ترکي ولسمشر وايي، چې اوس هم د اسلامي امت زېرمې او پیسې د اسلامي امت پر ضد کارول کيږي او ټوله پړه هم زموږ پر غاړه ده او راځئ په دې اړه د ډېرو خبرو پر ځای عملي ګامونه پورته کړو او ټول په ګډه د اسلامي امت د ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره لستوڼي راونغاړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

وایی عمل ګران ګفتار اسان دی که پوهیږی ، زه یی خبری لمانځم دا هم غنیمت دی ، ولی هغه څه چه وایی په هغه اندازه کړنی نه لری ، کله خو څه لږی نیمګړی کړنی هم وکړی ، مګر منفی کړنی هم ورسره لری ، اوس هم د ناتو غړی هیواد دی چه چیری یی کاروی (( نه )) ورته نه شی ویلای ، کشکی مونږ په کوم اسلامی هیواد کی سیاسی واک ولرو بیا به دمجاهدینو شهامت ته وګوری ، په نړی کی یو قوم او یو دین نشته چه مرګ ته په لیوالتیا او خوشالیو منډی وهی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x