کندهار: د کوکنارو د له منځه وړولو په کمپاین کې دوه تنه پولیس مړه او دوه نور ټپیان شوه
نن ټکی آسیا: په کندهار 2 تنه پولیس چې د کوکنارو د اړولو په کمپاین کې یې برخه درلوده مړه او دوه نور ټپيان شوه.
د کندهار د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ددې ولایت د ژیړۍ په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه رینجر ډوله موټر ماین وچاودید، چې له امله یې دوه تنه پولیس مړه او دوه نور ټپيان شوي.
اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پولیس د کوکنارو د اړولو په کمپاین کې بوخت وه.