افغانستان

هلمند: د ښوراب جګړه ۱۵ ساعتو ته وغځېدله، طالبان د ۲۸۰ سرتېرو وژلو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل) د هلمند ولایت په ښوراب پوځي اډې له بېګا شپې راهیسې طالبانو ډله ییز برید کړی او د ۱۵ ساعتونو په تېریدو سره لا هم جګړه روانه ده.

د هلمند ولایت د ۲۱۵ قول اردو مسوولینو لومړی ویل چې برید طالبانو له اډې څخه بهر د دوی پر پوځي پوستو کړی او د لنډې جګړې وروسته یې بریدګر پر شا تمبولي خو د همدې ولایت مسوولین بیا وايي چې طالبان اډې ته ننوتلي او د اډې په څنډه کې اوس هم جګړه روانه ده.

د ۱۵ ساعته سختې جګړې وروسته د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک ویلي چې په برید کې د ملي اردو ۳ عسکر ټپیان شوي او ۶ بریدګر وژل شوي.

ځواک زیاته کړې چې په ټوله ۱۵ ساعته جګړه کې [جګړه اوس هم دوام لري] د يوځي اډې جنراتور سوځېدلی او جګړه یې نېږدې کابو کړې.

د ښوراب اډه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ د کندهار – هرات پر لویه لاره پرته ده چې پخوا په کې برتانویان او اوس په کې امریکایان او ملي اردو ځواکونه اوسیږي.

طالبانو پر دغې اډې د برید مسوولیت منلی دی.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې برید د دوی څو تنو سرښندونکو پر ۸:۱۵ماښام دقیقې پیل کړ چې تر دې مهاله روانه ده.

احمدي زیاته کړې چې په برید کې بهرني او کورني ۲۸۰ عسکر وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټانګونه، شوبلې او ګڼ شمېر الوتکې یې له منځه وړې دي.

طالب ویاند وايي چې د دوی ملګرو د تیلو ۵ زخېرو او لسګونه لرګینو کوټو ته اور ورته کړی چې لا هم «د اور په لمبو کې سوځيږي.»

احمدي ویلي «د ښوراب پر فضا د دښمن الوتکې یوازي پر وازونه کوي خو تر اوسه یې خپل عسکر نه دي ژغورلي».

طالب ویاند ادعا کوي چې د وژل شوو عسکرو شمېر سلګونو ته رسیږي خو دولت خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي. یو شمېر ازادو خبریالانو هم پر خپلو فیسبوک پاڼو لیکلي وه چې دولتي چارواکي یې زنګونه نه پورته کوي او د هلمند په اړه هيڅ ځواب نه ورکوي.

قاري یوسف د خپل یو بریدګر ملګري له خولې لیکلي چې «د ښوراب له جګړې نه یوه مجاهد راته وویل چي ما له یوه امریکایي عسکر نه چي په خپل لاس مي قتل کړ ټوپک واخیست اوس په هغه ټوپک ورسره جنګیږم».

طالبانو همدا راز بېګا د شپې ناوخته د خپلو سرتیرو ملګرو چې په ښوراب پر پوځي اډې یې برید کړی دی ویډيو په ټولنیزو رسنیو او خپلو وېبپاڼو کې خپره کړه. همدا راز د خپلو سرتیرو سره په مخابرې خبرې یې نشر ته سپارلي دي.

طالبانو تر دې وړاندې پر شوراب پوځي اډې بریدونه کړي دي، چې بهرنیو ځواکونو ته یې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته د پلازمېنه کابل په ګډون د هېواد پر ګڼو مهمو ښارونو درنې حملې شوي. د هلمند وروستۍ پېښه په وروستیو کې بې بېلګې وه.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x