افغانستان

طالبانو د «مننې‌اختر» لمانځلو پر مهال ښوراب پوځي اډه په نښه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ۷مه ۱۳۹۳ل): تیره شپه ناوخته کله چې طالبانو په کابل او هلمند کې پر یوه وخت د بهرنیانو په میلمستون او بیا د باسټین پر پوځي مرکز او هوايي ډګر برید وکړ، دغه مهال امریکایانو د شکر اختر لمانځه.

د شکر اختر په اصل کې د امریکایانو او کناډایانو پخوانی دود دی، چې دیني حیثیت هم لري.

دغه اختر هر کال د نومبر میاشتي په وروستۍ پنجشنبه باندي لمانځل کیږي، چې روان کال یې د پرون ورځي پنجشنبې ۲۷-۱۱-۲۰۱۴ سره سمون وخوړ.

باید وویل شې پر همدې ورځ طالبانو د هیواد په بیلابیلو برخو کې پر امریکايي ځواکونو لوی او وړې چاودني او بریدونه وکړل، چې تر ټولو مهمه یې لومړی د کابل په قابلبای سیمه کې د برتانیې د سفارت د موټرو په کاروان سرتیرې برید و او دوهم هغه لوی ډله ییز برید و چې د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې پيل شو او څو ساعته یې دوام وکړ. دغه برید د کابل په دیپلوماټیکي سیمي Diplomatic Enclave وزیر اکبرخان کې په پنځلسم سړک او شپږمې کوڅه کې را منځته شو.

په دغه سیمه کې د آی آر ډي د مرکزي دفتر تر څنګ ځیني مهم او لوی غربي ریسټورانتونه هم شته، چې د برید پر مهال په کې د شکر یا مننې اختر لمانځل کیده.

د کابل له برید سره سم، په هلمند ولایت کې د برتانویانو پر پخوانۍ پوځي مرکز او هوايي اډې هم مهاله برید پیل شو.

ویل کیږي چې دغه مرکز څخه برتانویانو وتلي خو اوس هم هلته په کافي شمېر امریکایي عسکر میشت دي.

تیره ورځ امریکایي عسکرو په خاصه توګه خپل رواجي اختر په افغانستان کې ولمانځه او تیره ورځ د امریکا رسنیو ډیر اهتمام هم ورکړ او د افغانستان څخه یې په ژوندۍ بڼه د دغه اختر په اړه د خپلو عسکرو سره مرکې کولې.

ګومان کیږي چې د شوراب په سیمه کې د باسټین په دغه پوځي مرکز او هوايي اډې کې به هم امریکایانو خپل رواجي اختر لمانځه.

باید وویل شي چې تر اوسه د باسټین پوځي مرکز د مرګ ژوبلي او تلفاتو په اړه کره جزییات نه دي معلوم، خو طالبان وايي چې د دوی لس تنه سرتیري بریدګر اوس هم په مقاومت بوخت دي او تر اوسه یې په لسګونو الوتکي او موټر تخریب کړي. دوی زیاتوي چې د امریکایانو په خیمو او موټرو یې اورونه بل کړي دي.

تیره شپه طالبانو د دغو بریدګرو ویډیو هم په فیس بوک او ټولنیزو پاڼو کې نشر کړه او نن یې د هغوی هغه ثبت شوي تلیفوني اړیکه هم نشر کړه، چې د جګړې په دروان کې دغه کسانو د خپلو ملګرو سره کړې وه او د جګړې له ځایه یې ورته راپور ورکړی وو.

نن ټکی اسیا هم د جګړې د وروستیو جزییاتو په لټه کې ده چې له ترلاسه کېدو سره سم به نشر شي.

 

 

https://i0.wp.com/media.zenfs.com/en_us/News/ap_webfeeds/d1e152db9f729f2e660f6a70670015ab.jpg?resize=708%2C491

https://i1.wp.com/media.zenfs.com/en_us/News/Reuters/2014-11-27T152140Z_1386374443_GM1EABR1S5L01_RTRMADP_3_AFGHANISTAN-THANKSGIVING.JPG?resize=708%2C487

https://i1.wp.com/media.zenfs.com/en_us/News/Reuters/2014-11-27T152108Z_807441166_GM1EABR1S3A01_RTRMADP_3_AFGHANISTAN-THANKSGIVING.JPG?resize=708%2C525

https://i2.wp.com/media.zenfs.com/en-US/video/video.reutersnews.com/2014-11-27T182319Z_1_LOVEAAQ1F2UTX_RTRMADP_BASEIMAGE-960X540_AFGHANISTAN-TROOPS-THANKSGIVING-O.JPG?w=708

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x