
ننګرهار: د خوږياڼو يو جومات کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ۷مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال يو جومات کې چاودنه وشوه.
د خوږياڼو ولسوال نعمت الله نورزی وايي، چې دغه چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال پر ۱:۱۵ بجه د کږې بازار په جامع جومات کې شوې ده.
عيني شاهدان وايي، چې د چاودنې له امله د جومات د امام په ګډون پنځلس تنو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت معین جنرال ایوب سالنګي د خوږیاڼو د پېښې په اړه ویلي چې په جومات کې ماین پخوا ځای پر ځای شوې و او د لمونځ د ختمېدو سره يې چاودنه وکړه.
سالنګي زیاته کړې چې په چاودنه کې ۲۳ کسان ټپیان شوي چې د ۳ روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ دی.
طالبانو دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او دا يې د استخباراتو ناکامه هڅه بللې ده.